په کندهار او فاریاب کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له SCI سره د ۱.۶۶۸ میلیونه ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري کندهار او فارياب ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۱۶۶۸۸۷۶) یو میلیون، شپږ سوه اته شپېته زره اته سوه شپږ اویا ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د دوو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۳ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۶۵۲۶۳) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د SCI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د دوو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
