ډاکټر مسعود احمدي د تخار ولایت عامې روغتیا رییس په توګه وګمارل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۲۵
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده  تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام اصل یاد کړ او په همدې موخه یې د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس ډاکټر مسعود احمدي د تخار ولایت د عامې روغتیا رييس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته ورپېژنده.

د مالي او اداري چارو مرستیال دغه راز د تخار عامې روغتیا نوي ګمارل شوي رییس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل چې د تل په څېر خپلو اړوندو چارو ته دوام ورکړي؛ څو په دې ولایت کې د ټولو ناروغو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

په خوست، لغمان او بلخ ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري د روغتیایي قوانینو تطبیق او د خلکو روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۶ درملتونونه په خوست ولایت کې، ۲ درملتونونه. . .

BACK TO NEWS