د عامې روغتیا وزارت له لوري د وینې اهدا کوونکو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۲۸
MOPH

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅه دا ده، چې ناروغان د اړتیا پر مهال معیاري وینې ته بشپړ لاسرسی ولري، په همدې موخه د وینې ملي بانک د تېر کال په ترڅ کې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د شاوخوا (۶۹۹۳۹۴) خلکو د وینې ګروپونه تثبیت کړي او (۲۲۷۵۱۷) پاینټ وینه یې ناروغانو ته اهدا کړې ده.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام سپېڅلي دین له نظره د وینې د اهدا کولو اهمیت او د انسانانو د ژوند ژغورلو په اړه هر اړخیزه وینا تر سره او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د خپلې وینې په اهدا کولو سره د اړمنو انسانانو ژوند وژغوري.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي ګډونوالو ته د وینې بانکونو جوړولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د معیاري سیستم رامنځته کولو، د روغتیايي خدمتونو ډیجیټل کولو او د وینې بانکونو د ځان بسیاینې په برخه کې د وزارت د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د وینې ملي بانک آمر ډاکټر نیازګل نیازمند وویل: د عامې روغتیا وزارت اړوند د وینې بانکونه په مرکز او ولایتونو کې اړمنو کسانو ته د سالمې وینې برابرولو په موخه خدمتونه وړاندې کوي، موږ د رسنیو، ټولنیزو شبکو، پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، استادانو، ډاکټرانو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو له ټولو مسؤلینو غوښتنه کوو، چې خلک د وینې اهدا کولو ته وهڅوي؛ تر څو ناروغانو ته له اړتیا سره سم وینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د درې سوه پنځه اتیا زره ډالرو په لګښت د سيکزي نوی روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه روغتیایي مرکز چې د UNHCR په مالي لګښت جوړ شوی، پرانیستې مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۲۳
Background image

عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ظرفیت لوړونې او مسلکي زده کړو لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په پروان، سمنګان، دايکندي او کندز ولایتونو کې د تخنيکي او حرفوي زده کړو له لارې د کورنيو پياوړتيا، د ښځينه روغتيايي کارکوونکو لپاره د عملي زده کړو يا Interns. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۵
Background image

په ننګرهار کې ۱۵ غیرقانوني روغتیايي تاسیسات وتړل شول

ننګرهار ولایت کې د خیریه په نوم ۵ غیر قانوني فعالیت کوونکي کلينيکونه، یو لابراتوار، یو باب د روغتيايي محصولاتو او ۸ بابه د درملو پلورنځي له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې او مسلکي. . .

BACK TO NEWS