د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
په دې روزنیز پروګرام کې چې د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ۹۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیرساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت او د روغتیايي مشورو وړاندې کولو اړوند موضوعات تدریس شول.
د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو مخنیوي او کنټرول مسئول، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنې د روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي؛ ترڅو په دې برخه کې د لا زیاتو کسانو د روزنې زمینه برابره شي.
