د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹) نهه سوه نهه زره نهه سوه نهه نوي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د دوو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د شپږو فرعي او دوه بنسټیزو روغتیايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۶۹۲۰۲) تنه په مستقیم او (۲۵۰۰۰۰) تنه په غیر مستقیم ډول له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۱۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د WADAN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د دوو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS