د درملو ښو تولیدي کړنو (GMP) او د درملو خطرونو مدیریت تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۱۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د یاد معینیت په عمومي تالار کې د درملو ښو تولیدي کړنو د (Good Manufacturing Practices - GMP) او د درملو خطرونو مدیریت تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا روزنیز پروګرام د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو کارکوونکو او متخصصینو د تخنیکي وړتیاوو لوړولو، د کیفیت تضمین سیستمونو پیاوړتیا، د درملو تولید بهیر ښه والي او د هېواد د درمل جوړونې صنعت کې د نړیوالو معیارونو پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

په دې روزنیز پروګرام کې به د GMP معیارونو د پلي کولو اهمیت، د کیفیت د مدیریت سیستم، د اسنادو د تنظیم او ساتنې اصول، د تولیدي تجهیزاتو او اسانتیاوو اړوند تخصصي موضوعات، معیاري ګودامو لرل، د خامو موادو ساتنه، د لومړنیو موادو وېش او چمتو کول، د بېلابېلو درملیزو بڼو د تولید اصول، د سترېل کولو (Sterilization) طریقې، د کیفیت کنټرول، د درملو خطرونو مدیریت او د GMP نور تخنیکي شرایط په نظري او عملي ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۶:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د وزارت مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د درملو ښو تولیدي کړنو (GMP) او د درملو خطرونو مدیریت تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د یاد معینیت په عمومي تالار کې د درملو ښو تولیدي کړنو د (Good Manufacturing Practices - GMP) او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت او UMCA/RPA مؤسسې ترمنځ د ننګرهار د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له United Medical Center for Afghans/Rehabilitation Program for Afghanistan. . .

BACK TO NEWS