د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم د غور عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالواحد حماس او د همکارو مؤسسو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې مولوي محمد سلیم حقاني د همکارو مؤسسو له فعالیتونو او همکاریو څخه مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه یې د عامې روغتيا وزارت، غور عامې روغتیا ریاست او همکارو مؤسسو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي د دې ناستې موخه د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو بهیر ارزول، د شته ستونزو پېژندل او حل، د همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره د اغېزمنو لارو وړاندې کول وبلل.
همدارنګه، د همکارو مؤسسو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، کاري پروګرامونو او د فعالیتونو په ساحو کې د شته ننګونو په اړه راپورونه وړاندې او د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو څرنګوالي، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ، لوایحو او کړنلارو د مراعت، د همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ښه والي، د سرچینو د اغېزمنې کارونې، د پروګرامونو د پلي کېدو شفافیت، دوامدارې څارنې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ورته مهال د غور عامې روغتیا رئیس هم د روغتیايي پروګرامونو پر اغېزمن پلي کېدو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، د عامې روغتیا وزارت د اصولو او مقرراتو پر مراعت، د عامې روغتیا ریاست سره پر دوامدارې همغږۍ او د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته پر ځواب ویلو ټینګار وکړ.
