د الشفاء روغتون د بیارغونې چارې په چټکۍ او شفاف ډول روانې دي
د عامې روغتیا وزارت اړوند د الشفاء روغتون د بیارغونې چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري په چټک، شفاف او معیاري ډول روانې دي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به بشپړې او رسماً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد روغتون د نړۍ والو معیارونو په پام کې نیولو سره د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په لګښت جوړیږي، چې له بشپړېدو وروسته به د هېواد په کچه یو له سترو او مجهزو روغتونونو څخه وي، چې د پرمختللو طبي اسانتیاوو ترڅنګ به د نويو ډاکټرانو لپاره د عملي او تخصصي زده کړو د مهم مرکز په توګه هم فعالیت تر سره کوي.
همدارنګه، د دې روغتون په فعالېدو سره به د هغو ناروغانو د تشخیص او درملنې زمینه برابره شي، چې د خپلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي.
د یادونې وړ ده، چې عامې روغتیا وزارت د هېواد په کچه د معیاري روغتیايي زیربناوو پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې د عصري روغتیايي بنسټونو په جوړولو سره هېوادوالو ته د باکیفیته، معیاري او دوامداره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه لا پراخه کړي.
