د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ  کې د روسيې د روغتیا له وزیر، ښاغلي میخایل آلبرتویچ موراشکو سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۳:۳۹
MOPH

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا، روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او سیستم جوړونې، د درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو د وارداتو او همکارۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د نوې او عصري طبي ټکنالوژۍ د انتقال او یو شمېر نورو مهمو روغتیايي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت د پیاوړتیا او د عصري طبي اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې یې له روسیې څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

بل لور، د روسیې د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او ویې ویل: روسیه چمتو ده چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکاریو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

همداراز، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د روغتیا په برخه کې به د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر په بېلاروس کې د زړه ناروغیو له تخصصي مرکز او پولي کلینیک څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زړه ناروغیو د درملنې له یوه تخصصي مرکز او پولي کلینیک څخه لیدنه وکړه

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو مدیریت د ظرفیت لوړونې په موخه د (Hospital Management) تر سرلیک لاندې د شپږ ورځنۍ روزنیزې دورې لومړی پړاو ترسره شو

په دغه روزنیزه دوره کې، چې د مرکزي روغتونونو رئیسانو، سرطبیبانو، امرینو او یو شمېر نورو مدیریتي مسؤلینو ګډون کړی و، موخه یې د روغتونونو د مدیریت برخې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د. . .

BACK TO NEWS