د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس په فراه ولایت کې د روغتیا برخې تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته تر سره کړه
دغه ناسته د همغږۍ پیاوړتیا، د روغتیايي فعالیتونو د بهیر ارزونې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني، د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد ولي احمدزي او د تطبیق کوونکو مؤسسو د استازو په ګډون د فراه ولایت مقام کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د فراه ولایت د روغتیايي خدمتونو عمومي وضعیت، د تطبیق کوونکو مؤسسو فعالیتونو او لاسته راوړنو، د عامې روغتیا ریاست او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ څرنګوالي، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت څارنې، شته ننګونو ته د رسېدنې او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
د داخلي تفتیش رئیس د روغتیايي مسؤلینو او همکارو مؤسسو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د کاري اصولو پر رعایت، روڼتیا، اغېزمنې همغږۍ، د روغتیايي فعالیتونو پر دوامدارې څارنې او خلکو ته د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
