د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۵۷
moph

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو او عمده درملتونونو ته ووېشي او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې داسې توزيع کړي وي چې خلک درملو او روغتيايي محصولاتو ته لاسرسی پیدا نه کړي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندې تعزيري سزا ورکول کېږي.

الف - که خپلو اړوندو او عمده درملتونونو او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې درمل او روغتيايي محصولات وېشلي وو، په لومړي ځل دې د توريدوونکي شرکت فعالیت د يوې اونۍ لپاره وځنډول شي.

ب - په دوهم ځل دې د توريدوونکي شرکت فعالیت د يوې مياشتې لپاره وځنډول شي.

ج - د تکرار په صورت کې دې وروستۍ سزا دوه چنده ورکول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۶
Background image

د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې له بیلابیلو تاسيساتو څخه نظارتونه ترسره شول

په دغو نظارتونو کې د بیلابیلو برخو مسؤلينو او کارکوونکو ته د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره، اړين معلومات او تبليغاتي پاڼې ورکړل شوې.

دغه راز، د حفظ الصحې. . .

BACK TO NEWS