د عامې روغتیا وزارت د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ بشپړه کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۰
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه کړه

دغه روزنیزه لړۍ په څلورو دورو کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنه د تغذیې متخصصین او اړوند مسؤلین وروزل شول. په وروستۍ دوره کې له مرکز او ولایتونو څخه ۴۶ تنه متخصصینو او مسؤلینو ګډون کړی و، چې د خوارځواکۍ د پروګرامونو په پلان جوړونه او د وقایوي او درملیزو فعالیتونو په پلي کولو کې مهم رول لري.

په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د مجربو استادانو له لوري معیاري روزنه ورکړل شوه، څو په خپلو ولایتونو کې د لومړۍ کرښې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې بهیر رهبري کړي.

 تمه ده، چې د دې روزنې له لارې به په ټول هېواد کې د تغذیې خدمتونو د تطبیق، کیفیت او راپور ورکونې بهیر لا معیاري شي.

د دې روزنيزې برنامې په پای کې د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې پروګرامونه د هېواد لپاره مهم وبلل او ویې ویل، چې د دغو پروګرامونو له لارې میلیونونو میندو او ماشومانو ته باکیفیته او معیاري روغتیايي او تغذیوي خدمتونه وړاندې کېدای شي.

دغه راز، د عامه تغذیې رئیس ډاکټر حکمت الله معصومي، له روزونکو، همکارو ادارو او د روزنیزې لړۍ له ملاتړ کوونکو څخه مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې ترلاسه شوې پوهه په خپلو کاري برخو کې په اغېزمن ډول پلې کړي.

د یونیسف د تغذیې برخې مدیر، ښاغلي ګلبرت ډاچي، هم د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې پروګرامونو د دوامدار ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست په وروستیو کلونو کې د تغذیې پروګرامونو د ظرفیت لوړونې، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا او د معیاري تغذیوي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د پام وړ اغېزمن ګامونه پورته کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS