د عامې روغتیا وزارت د SHAMS څېړنیز چوکاټ په اړه انلاین ناسته ترسره کړه
د عامې روغتيا وزارت د روغتيا ملي انسټېټیوټ رئيس، ډاکټر عبدالجبار حيدر د روغتيا نړيوال سازمان له استازي او د SHAMS څېړنيز چوکاټ جوړونکي، استاد رضا مجيدزاده سره انلاين ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې، چې د عامې روغتيا وزارت د يو شمېر مرکزي رياستونو استازو هم ګډون کړی و، استاد رضا مجيدزاده د SHAMS (Sanctions' Health Assessment and Monitoring Support tools) په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ياد څېړنيز چوکاټ موخه په ختيځې مدیترانې سيمې هېوادونو کې پر روغتيا سکتور او د مور او ماشوم د مړينې پر کچه د نړيوالو بنديزونو د اغېزو څېړل او د شواهدو پر بنسټ يې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کول دي.
د عامې روغتيا وزارت استازو وويل، چې دغه څېړنيز چوکاټ به له هر اړخيزې ارزونې وروسته وڅېړل شي او په اړه به يې لازمه پرېکړه وشي.
