د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه
د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه
د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب، صدام حسین عرب وویل: چې په دې مرسته کې ۴۰ قلمه طبي تجهیزات، درمل او پرمختللي تشخیصيه ماشینونه شامل دي چې د دغو طبي تجهیزاتو او درملو په ترلاسه کولو سره به د بغلان ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د طبي تجهيزاتو او درملو د کمښت ستونزه تر ډېره حل او ناروغانو ته به د لا ښو او پر وخت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
