د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
MOPH

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ نمانځغونډې تر سره شوې

د دغې اونۍ د نمانځنې موخه د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ، ترویج، عامه پوهاوی، د میندو او ماشومانو روغتیا ښه والی او  نویو زېږېدلو ماشومانو ته د سالم ژوند د ښه پیل تضمین دی.

د یادو ولایتونو روغتیايي مسؤلین ټینګار کوي، چې د مور شیدې د نوي زېږېدلي ماشوم ټول اړین غذایي مواد برابروي، د بدن دفاعي سیستم يې پیاوړی کوي او په ساري ناروغیو، خوارځواکۍ او ګڼو نورو روغتیايي ستونزو د اخته کېدو خطر کموي.

همدارنګه، شیدې ورکول د میندو لپاره هم ګڼې روغتیايي ګټې لري او د ځینو ناروغیو د خطر د کمېدو ترڅنګ د مور او ماشوم ترمنځ عاطفي اړیکې هم لا پیاوړې کوي.

همدارنګه، د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ، په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه، روزنیزې غونډې او بېلابېل ترویجي فعالیتونه هم ترسره کوي. دغه پروګرامونه د دې لپاره پلي کېږي چې کورنۍ وهڅول شي؛ څو ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یواځې د مور په شیدو تغذیه کړي او له هغې وروسته تر دوو کلونو پورې د مناسبو مرستندویه خوړو ترڅنګ د مور شیدو ورکولو ته دوام ورکړي.

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د تغذیې له پروګرامونو څخه پر خپل دوامدار ملاتړ، د عامه پوهاوي پر لوړولو او د شیدو ورکولو د مشورتي خدمتونو پر پراختیا ټینګار کوي او له کورنیو، روغتیايي کارکوونکو او ټولو اړوندو بنسټونو غواړي چې د شیدې ورکوونکو میندو په ملاتړ سره، د راتلونکي نسل د روغتیا په ښه والي او په هېواد کې د ناروغیو او خوارځواکۍ د کچې په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۲
Background image

د سنبلې میاشتې له یو شمېر مهمو فعالیتونو څخه

د عامې روغتیا وزارت له لوري څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کونړ ته ۱۱۱ قلمه، نورستان ته ۲۴۹ قلمه، پکتیا ته ۲۴ قلمه، تخار ته ۱۶ قلمه، بلخ ته ۵۷ قلمه، غور ته ۱۵ قلمه، کندز ته ۶۰ قلم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۳
Background image

د سنبلې میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ٢٩٩ میلیونو افغانیو په ارزښت په کابل کې د یو ٣٠ بستریز روغتون، ننګرهار کې د ولسوالۍ د کچې یو عمومي او یو ٥٠ بستریز روغتون، بلخ کې د یو ٥٠ بستریز روغتون او. . .

BACK TO NEWS