په غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له BARAN مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري غور ولایت کې د تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Bu Ali Rehabilitation & Aid Network-BARAN مؤسسې سره د (۲۳۹۵۴۴) دوه سوه نهه دېرش زره پنځه سوه څلور څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۶۱ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۳۹۹۷۹) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۴۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د BARAN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۷
Background image

د عامې روغتيا وزارت د بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتياوو ارزونې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتيا وزارت په لوی تالار کې د دغه وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري ترسره شوه، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه وکړه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف، په کابل کې د دغه هېواد له اقتصادي اتشې. . .

BACK TO NEWS