په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه له بېلابېلو ملکیتونو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې اړوند چک‌لېستونه ډک او د یادو ملکیتونو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او هم ترې ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به د لوګي د تصفیې له ماشین پرته فعالیت نه کوي. همدارنګه، د ملکیتونو مسؤلینو ته روغتیايي پیغامونه، تبلیغاتي پاڼې او د هوا ککړتیا د کمولو لایحه تشریح او ووېشل شوه؛ ترڅو خپل فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم عیار کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲
Background image

د شیخ زاهد روغتون ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د انتاناتو کنټرول او مخنیوي روزنه ورکړل شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د شیخ زاهد روغتون د ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو لوړولو په موخه د انتاناتو کنټرول او مخنیوي دوه ورځنی روزنیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۰
Background image

د الحاج سناتور جنت ګل خان عالي دارالعلوم زده کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي برنامې اړوند د اغوش ۱۰۰ بستریز مرکز د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

BACK TO NEWS