په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په موخه له MSD مؤسسې سره هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې له اعتیاد څخه د روږدو خلاصون په موخه له Morning Star Development Organization-MSD مؤسسې سره د (۲۸۸۰۳۱) دوه سوه اته اتیا زره او یو دېرش ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د دوو کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د روږدو درملنې یو روغتيايي مرکز له لارې د یاد ولایت (۷۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۴) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د MSD مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د دوو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
