د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتيا د وزیر محمد اکبرخان روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۲۴
MOPH

ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه او نظارت وکړ، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې د روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه؛ ترڅو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د لیدنې پر مهال د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې ناسته ترسره او سپارښتنه یې وکړه، چې له مراجعینو او ناروغانو سره د غوره چلند ترڅنګ دې د هغوی ستونزو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ‌ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامې روغتيا وزارت له لوري د رواني روغتيا د تامين. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته روزنیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د حوزوي او مرکزي لابراتوارونو ۱۹ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتواري کیفیت کنټرول او مدیریتي سیستم تر عنوان لاندې پنځه ورځنۍ. . .

BACK TO NEWS