له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د فابریکې له بېلابېلو تولیدي برخو، د کیفیت د کنټرول له لابراتوارونو او نویو تولیدي فازونو څخه لیدنه وشوه او د تولیدي ظرفیت، د درملو د کیفیت کنټرول او د راتلونکو پراختیايي پلانونو په اړه د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ سره معلومات شريک شول.
د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي د سنوفارما تولیدي ظرفیت او د کیفیت ساتنې بهیر وستایه او ټینګار یې وکړ، چې د درملو کیفیت باید د تولید په ټولو پړاوونو کې لومړیتوب ولري. هغه همداراز، د داخلي درملیز صنعت د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه هڅه کوي، د کورني درملیز صنعت د ودې او پراختیا زمینه برابره او هېوادوالو ته په کور دننه د باکیفیته توليدي درملو د لاسرسي کچه لوړه کړي.
