د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطاني ناروغيو د درملنې او رادیولوژۍ له ملي مرکز څخه لیدنه وکړه
د دغې لیدنې پر مهال د سرطان ناروغانو د تشخیص او درملنې خدمتونو، څېړنیزو فعالیتونو او د رادیولوژۍ د عصري ماشینونو د کارونې او ساتنې له بهیرونو څخه کتنه وشوه او د مرکز د طبي امکاناتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: د سرطاني ناروغیو د پېښو زیاتېدو له امله د دغو ناروغیو د مخنیوي، ژر تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو پراختیا اړینه ده.
هغه زیاته کړه، افغانستان غواړي د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو، علمي معلوماتو او پرمختللو طبي امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې، په خپل هېواد کې د سرطان ناروغانو ته د معیاري تشخیص او درملنې زمینه لا پراخه کړي.
دغه راز، د ياد مرکز مسؤلینو د سرطان د درملنې او رادیولوژۍ په برخو کې د شته امکاناتو، عصري تجهیزاتو او څېړنیزو فعالیتونو په اړه معلومات شریک او د علمي او مسلکي تجربو د تبادلې په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې ياد مرکز د سرطان ناروغانو د درملنې ترڅنګ په روغتیايي او طبي څېړنو کې هم فعالیت لري.
