د پنځو ولایتونو ۱۵ طبي ټکنالوجستانو ته د چیچک او ویروسي هیپاټایټس د لابراتواري تشخیص درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د پنځو ولایتونو د حوزوي لابراتوارونو ۱۵ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د چیچک او ويروسي هیپاټايټس د لابراتواري تشخيص (Training on Laboratory Diagnosis of Chickenpox and Viral Hepatitis) ترعنوان لاندې درې ورځنۍ روزنيزه دوره ترسره شوه

یاده روزنيزه دوره چې د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ ترسره شوه، په اړه يې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصه خدماتو رئیس، دوکتور محمد قاسم صاحبي وويل: دغه روزنیزه دوره د مسلکي او مجربو استادانو له لوري په عملي او نظري بڼه د طبي ټکنالوجستانو د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شوه؛ ترڅو یاد کارکوونکي وکولای شي،‌ زده کړي موضوعات په اړوندو کاري ځایونو کې پلي کړي او هم يې له خپلو همکارانو سره شريک کړي.

همداراز، د تشخیصه خدماتو رئیس زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به نورو طبي ټګنالوجستانو ته هم ورته روزنیزې دورې په لاره واچول شي او له ګډونوالو يې غوښتنه وکړه، چې له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د دایکندي عامې روغتیا ریاست ته د ۵۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۸ قلمه درمل وسپارل شول

د دایکندي عامې روغتیا ریاست اړوند روغتیايي مرکزونو کې د درملو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له دفتر څخه د ۵۸ زره او ۹۱۹ امریکايي ډالرو په. . .

BACK TO NEWS