په زابل ولایت کې ۲۰ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول
د زابل عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه د ترسره کړي نظارت په پایله کې ۲۰ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.
