د اتاترک د ماشومانو درملنې تخصصي او ثالثي روغتون په روان کال کې ۸۹۵ لوی او واړه جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۴۹۱ لوی او ۴۰۴ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۴۷ زره او ۹۹۰ ناروغانو ته خارج بستر (OPD) او ۷ زره او ۶۹ نورو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.