د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۱۸
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې له روسیې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د یاد هېواد د سفارت له استازو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سرطان او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره د مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو، تخصصي پوهې او مهارتونو د شریکولو غوښتنه وکړه.

بل لور، روسي پلاوي د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک او په يادو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۴
Background image

په لښکرګاه ښار کې د مالګې د پروسس او بسته‌ بندۍ درې تولیدي شرکتونه وتړل شول

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د غذایي چارو مدیریت د څارنې ټیم له لوري د لښکرګاه ښار په بېلا بېلو سیمو کې د مالګې د پروسس او بسته‌ بندۍ درې تولیدي شرکتونه د روغتیايي او حفظ‌الصحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ازبکستان هېواد د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره. . .

BACK TO NEWS