په فراه ولایت کې د ولسوالیو همغږي کوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو
دغه روزنیز پروګرام د فراه ولایت د مرکز، پشترود، خاکسفید، اناردرې، پشتکوه، شیبکوه، لاشوجوین، بکواه، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو د ۷۲ تنو همغږي کوونکو لپاره د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدولي احمدزي له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.
د فراه ولایت عامې روغتیا رئیس د دغه پروګرام د پرانیستې پر مهال د همغږي کوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د روغتیايي برخو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د څارنې او راپور ورکولو بهیر ښه والي او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: مسلکي روزنې د فعالیتونو د اغېزمنتیا په لوړولو او د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې مهم رول لري.
دغه پروګرام د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو د لوړولو، د همغږۍ ښه والي او د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو بهیر د پیاوړتیا په موخه پیل شوی دی.
