تخار ولایت کې د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مدیریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او (AKHS) مؤسسې د استازو په شتون کې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د کتلوي معافیت مدیر ډاکټر تمیم احمد لطیف حاجي زاده وویل: د دې پروګرام موخه د همغږي کوونکو د ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون ټیمونو د فعالیتونو د څارنې او ارزونې پیاوړتیا ده.
