د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ ۶۲ بستریز روغتون سره د متخصص سفیر ځدراڼ او ډاکټر محمد غني ځدراڼ له لوري د شاوخوا ۲۰ زره ډالرو په ارزښت مرسته وشوه
یاده مرسته د برکي برک ولسوالۍ په روغتون کې د ۲۴ ساعته لمریزې برېښنا سیستم، مخابرې سیستم او امنیتي کامرو سیستم د فعالېدو او یو شمېر نورو اړینو روغتیايي او برېښنايي وسایلو د برابرولو په موخه شوې، چې د ګټې اخيستنې او سپارلو مراسم يې د لوګر عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک او يو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول.
