د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!
د روغتیايي پروژو پیل او د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو ډبرې کېښودل:
د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز، د ۴.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د بغلان په ولایتي روغتون کې د نارغانو ارزونې او لومړیتوب ټاکنې مرکز (ټریاژ)، د ۵۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۵۰ بستریز او د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې کېښودل شوي دي.
