د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!
د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او پراختیا:
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پیاوړتیا او پراختیا په موخه له RI، SCL، WAW، WVI او ORCD مؤسسو سره د څه باندې ۷۳ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
