د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو د ICRC له مرکزي دفتر څخه ښاغلي ګېرارډ شمېټ او د افغانستان لپاره د دې کمېټې مشر ښاغلي پاټریک مویهو شتون درلود، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د معلولينو د فزيکي بيارغونې پروژې پنځه کلنه ستراتیژي د عامې روغتیا وزارت مقام ته وړاندې شوه.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ياده برخه کې د سره صليب نړيوالې کمېټې له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل: روغتيا برخه کې ټول فعاليتونه بايد د روغتيا وزارت سره په همغږۍ ترسره او د روغتيا له عمومي پاليسۍ سره سمون ولري.

ښاغلي مرستیال همداراز، د مرکزي روغتونونو د بېړنیو څانګو او د معلولينو د فزيکي بيارغونې روغتون د تجهيز او ملاتړ په يادونې سره ټينګار وکړ، چې روغتيا برخه کې بايد ټول فعاليتونه د وزارت له اړوندو تخنيکي څانګو سره په همغږۍ او د وزارت په رهبرۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS