د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له شارژدافیر، ښاغلي سادین ایلد سره ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ولادي نیمګړتیاوو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتولو، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او تجهیز او د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو برخو کې د ترکیې هېواد همکاري اړینه وبلله.
ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د ترکیې درمل د افغانستان په روغتیايي بازار کې شتون لري او په دې برخه کې باید د وارداتو او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. هغه همداراز، د هغو ناروغانو لپاره چې لا پرمختللې درملنې ته اړتیا ولري، ترکیې ته د سفر په موخه د ویزې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول مهم وبلل.
بل لور، د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو له مخې به د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د درملو په برخه کې یو شمېر پانګه والو د افغانستان بازار ته لار موندلې او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.
