د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د “ روغتیا افغانستان”  پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون پېل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۵
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان ا‌.ا د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث نورالحق انور، د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او نورو ښاغلو مرستیالانو، د امارتي ادارو استازو، داخلي او خارجي تولیدي فابریکو ، د شرکتونو ، خصوصي روغتونو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان ا‌.ا د چارو ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث نورالحق انور وویل: د ا.ا د واکمنۍ پر مهال روغتیا برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ګڼ شمېر روږدو کسانو درملنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د خوړو او درملو د کیفیت ښه والي او د قاچاق د مخنیوي برخه کې هم پراخ اقدامات ترسره شوي دي.

همدارنګه، د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف وویل: په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ناروغیو د تشخیص، درملو د کیفیت او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي او زیاته يې کړه، چې د کورنيو توليداتو په پیاوړتیا او د دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ له لارې خلکو ته لا معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېدای شي، له هېواده بهر د درملنې لپاره د خلکو د سفرونو اړتیا راکمېدای او د پانګې د وتلو مخه نیول کېدای شي.

دغه راز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور ټینګار وکړ، چې د ناروغانو درملنه او د باکیفیته درملو برابرول مهمې انساني او اسلامي دندې دي.

نوموړي د درملو له واردوونکو شرکتونو وغوښتل، چې د درملو کیفیت او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه د باکیفیته درملو وړاندې کول او د ناروغانو درملنه، د خلکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ د اخروي سعادت هم ګرځي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي احمدالله زاهد د دې نندارتون له جوړوونکو مننه وکړه او د درملو له تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو یې وغوښتل، چې د درملو کیفیت او ټاکل شویو معیارونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل خدمتونه د عبادت او خلکو ته د خدمت په نیت ترسره کړي او له دې سره به يې عاید او مالي ګټه هم ترلاسه کړې وي.

همدا راز، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد وویل”  د افغانستان د روغتیا دوهم داخلي او نړیوال نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د پانګونې د راجلبولو لپاره ښه فرصت دی”نوموړي زیاته کړه، چې د خوړو او درملو معینیت له ازبکستان او ایران هېوادونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او پلان لري، چې له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم خپلې همکارۍ پراخې کړي. ښاغلي مرستیال زياته کړه، دغه همکارۍ به د علم او ټکنالوژۍ د لېږد، د درملو د کیفیت ښه والي او پر بازار د څارنې د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ټینګار وکړ، چې د یوه پیاوړي روغتیايي سيستم رامنځته کول د دولتي او خصوصي بنسټونو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد ټولو وګړو ته باکیفیته، عادلانه، پر وخت او د اسانه لاسرسي وړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي وویل، چې په دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د تشخیصيه خدماتو ښه والي په موخه عصري طبي تجهیزات پېرل شوي او د روغتونونو د تشخیصيه امکاناتو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې دغه اقدامات به ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ناروغیو د لا دقیق تشخیص زمینه برابره کړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمدحسن غیاثي په ټینګار سره وویل، چې د روغتیايي سکتور پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د دولت، خصوصي سکتور، نړیوالو همکارانو او د پانګه‌والو ګډې همکارۍ ته اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، چې د کورنيو توليداتو پیاوړتیا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

 

په پای کې، د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم ټینګار وکړ، چې ډاکټران او سوداګر باید د ناروغانو د روغتیا ساتنې لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي او یوازې خپلې شخصي ګټې د لومړیتوب په توګه ونه ټاکي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۱۴
Background image

بغلان کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ډنډغوري عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د یوه مجهز عمومي روغتون د بنسټ ډبره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د “ روغتیا افغانستان”  پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون پېل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان ا‌.ا د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث نورالحق انور، د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۸:۵۹
Background image

په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه تېرو درېیو میاشتو کې ترسره شوي فعالیتونه د یوې غونډې په ترڅ کې وارزول شول

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان، ګاوي، ګېټس بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام، انټرساس،. . .

BACK TO NEWS