په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه تېرو درېیو میاشتو کې ترسره شوي فعالیتونه د یوې غونډې په ترڅ کې وارزول شول
دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان، ګاوي، ګېټس بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام، انټرساس، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، هېلت نېټ TPO او نورو همکارو بنسټونو د استازو په ګډون د دغه وزارت په تالار کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت (GPEI) د دفتر استازي، ډاکټر ضياء له لوري د یو معلوماتي پرېزنټيشن په ترڅ کې د پولیو په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه له ګډونوالو سره شریک شول.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. هغه همدارنګه په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د ملي او نړیوالو روغتیايي همکارانو له همکارۍ مننه وکړه.
ښاغلي مرستيال زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د خپلې ملي پالیسۍ او ستراتېژۍ له مخې په ټول افغانستان کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د داخلي او نړیوالو همکارانو په همکارۍ اړین اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.
بل لور، د ملي او نړیوالو روغتیايي بنسټونو استازو په افغانستان کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په موخه د مالي او تخنیکي ملاتړ ډاډ څرګند او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاريو ډاډ ورکړ.
