د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
موضوع: د ۱۴۰۵ کال د جامع (Comprehensive) ازموینې لپاره د نوملیکنې خبرتیا
ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص روزنیز پروګرام د وروستي کال د وروستۍ ازموینې بریالي او په شرایطو برابر ډاکټران، د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، په نږدې راتلونکي کې د جامع (Comprehensive) ازموینه ورکړي.
له همدې امله، هغه محترم ډاکټران چې د خپلو پروپوزلونو او مونوګرافونو چارې یې بشپړې کړې او د اکمال تخصص لوی ریاست د علمي کمېټې تأیید یې ترلاسه کړی وي، کولای شي د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.
د نوملیکنې د پیل نېټه: د ۱۴۰۵ کال د قوس ۴مه، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جماديالثاني له ۱۴مې سره سمون لري.
د نوملیکنې د پای نېټه: د ۱۴۰۵ کال د قوس ۲۰مه، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د رجب له ۲مې سره سمون لري.
د نوملیکنې لینک
:https://forms.gle/AGZUHACCpMVcvGAw9
یادونه: د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ د اکمال تخصص لوی ریاست له (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ او یا ورته پیغام پرېږدئ.
په درنښت
د اکمال تخصص لوی ریاست
