د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې د طب بېلابېلو څانګو د هېواد له ټولو برخو څخه شاوخوا ۴۹۰۰ تنو ګډون کړئ وؤ.

دغه آزموینه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د آزموینو ملي ادارې سرپرست ښاغلی عبدالقدیر خموش، په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر زلمی زابلی، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر یارباز خان حميدي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه په شتون کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت نوماند، د دغې آزموینې لړۍ له نږدې و څارله او د آزموینې له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.

ډاکټر عثماني د روغتیايي کارکوونکو او د آزموینې ملي ادارې له مسؤلینو څخه چې له څو ورځو را په دېخوا د پوښتنو چمتو کولو په پار په قرنظین کې وؤ مننه وکړه او د آزموینې د ترسره کولو بهیر یې وستایي.

له بلې خوا، د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبد القدیر قدی د دغې آزموینې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ازموینې د پروسې څرنګوالی یې وارزؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۴۹۰۰ نوماندانو څخه به ۴۲۸ تنه د یوې شفافې پروسې تر بشپړولو وروسته د طب په بېلابېلو څانګو کې جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ملي او تخصصي روغتون د بیا رغولو برخه کې د چارو پرمختګ او اصلاحاتو په موخه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د کابل ملي او تخصصي روغتون د بیا رغولو برخې تخنیکي ټیم غړو سره ترسره شوه، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۱
Background image

د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو نرسانو او ډاکټرانو د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې زده کړې ترلاسه کړې

یاد روزنیز ټریننګ چې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړولو ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون تالار کې ترسره شو، ګډونوالو په کې د مجربو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۲۲
Background image

په کابل کې د یو شمیر خصوصي او دولتي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي او دولتي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او. . .

BACK TO NEWS