د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزولو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو مسؤلینو او روغتیایي شریکانو سره د لاهمغږۍ په پار غونډه ترسره شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۸
د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزولو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو مسؤلینو او روغتیایي شریکانو سره د لاهمغږۍ په پار غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر؛ د یوې غونډې په ترڅ ګې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو او روغتیایي شریکانو له مسؤلینو سره د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کولو د لا همغږۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی، د مالي او اداري معینیت سرپرست په ټولو ولایتونو کې د کورونا ویروس اخته ناروغانو روغتونونو کې د اکسیجن پلان جوړولو او د پي سي آر ماشینونو فعالولو باندې یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اړوندو مسؤلینو نه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

سربیره پردې، ډاکټر قدیر د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کیفیت ښه کولو او د روغتیایي کارکونکو معاشونو په وخت تادیه کولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسې او روغتیایي شریکان د قراردادونو مطابق چې د عامې روغتیا وزارت سره یې لري اجراات دې وکړي.

همدارنګه د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو او روغتیایي شریکانو استازو ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت سره به د اکسیجن پلان رامینځته کولو، د پي سي آر ماشینونه فعالولو، د کار کونکو معاشونه او د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کولو په برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د قراردادونو مطابق چې له دوی سره شوي دي اجراات ترسره کوي.

له بلې خوا، دعامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست د روغتیایي خدمتونو پلي کونکې مؤسسې او روغتیایي شریکان د یوسیسټم برخه وګڼله او زیاته یې کړه: "د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې چې تر دې دمه کوم خدمتونه وړاندې شوي دي ارزښتناک دي، مګر راځئ چې د لا ژمنتیا او ایماندارۍ سره اړمنو ته زیات لاسرسی وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ دولسمه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رییسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، تشکیلاتي جوړښت د ښه والي، په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۴۶
Background image

شپږ  ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

غزني، پکتیا، پکتیکا، نیمرزو، جوزجان او لغمان ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې ټیمونو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونونو. . .

BACK TO NEWS