د پالیسۍ او پلان مرستیال د بغلان له والي سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۷:۲۶
د پالیسۍ او پلان مرستیال د بغلان له والي سره وکتل

چهارشنبه، سلواغه ٢٧/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي له مل پلاوي سره په یوه رسمي سفر بغلان ولایت ته تللی او د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ښاغلي قاري بختیار معاذ سره یې وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لورو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي، د روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د بغلان ولايتي روغتون د نساجۍ روغتون ودانۍ ته د لېږدولو په باب یې خبرې وکړې او د دغه ولایت والي د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو او د بغلان ولایت د خلکو روغتیايي وضعیت ته باید زیاته پاملرنه وشي.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال په دغه ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو له کار او هلو ځلو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د روغتیا وزارت مشرتابه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو، معاشونو د ورکړې، په نشه یي توکو د روږدو ناروغانو د درملنې، د ولايتي روغتون د لېږد او د بغلان ولايت د اړمنو کسانو روغتيايي حالت ته به پاملرنه کوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS