د هلمند ولایت  روغتیايي مراکزو څخه ليدنه تر سره شوه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۵۱
د هلمند ولایت  روغتیايي مراکزو څخه ليدنه تر سره شوه

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکټر حبیب الله آخندزاده د دغه ولایت له ولایتي روغتون او یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وڅیړل.
 د عامې روغتيا وزارت مرستيال وويل، چې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه او د دغه ولايت د روغتيايي ننګونو حل کول دي.
 ډاکتر آخندزاده په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول د قناعت وړ وبلل او له روغتيايي کارکوونکو يې وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا زيات کار وکړي.
 نوموړي په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له مسوولینو سره هم وکتل او د هغوی د دندو ښه ترسره کولو  په اړه سپارښتنې  وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS