دعامې روغتیاوزیرډاکټرقلندرعباددافغانستان لپاره دانګلستان له شارژدافرهوګوشارټرسره دافغانستان دروغتیايي وضعیت په اړه دویډیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې
په دغه ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس، ډاکټر نیک ولي شاه مومن هم حضور درلود. دواړه لوریو د افغانستان د روغتیا د اوسني وضعیت، په ځانګړې توګه د ورغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، لومړیتوبونو او د روغتیايي سیسټم د غبرګونونو په اړه خبرې وکړې. د عامې روغتیا وزیر، د افغانستان د روغتیا سکټور پر لاسته راوړنو، آینده پلانونو او د روغتیا سکټور د پیاوړتیا لپاره د موجوده نظام پر ژمنتیا مفصل بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: «د پولیو واکسین په تېرو وختونو کې د هېواد په محدودو سیمو کې پلی کېدی، الحمد الله، دا مهال د هېواد هرې سیمې او کلي ته د پولیو واکسین رسېږي، ځکه نو د پولیو ناروغۍ شمېر تر بل هر وخت، دا مهال ټيټ شوی چې په ټول هېواد کې یواځي دوې مثبتې پېښې شتون لري.» ښاغلي وزیر همدا راز زیاته کړه: « زموږ هڅه داده چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ واټن ختم، برابري رامنځته او کیفیت لوړ کړو.»
د افغانستان لپاره د انګلستان شارژدافر ښاغلي شارټر له عامې روغتیا وزارت سره د دوامداره مجلسونو پر ارزښت او د افغانستان د روغتیا سکټور د پیاوړتیا په موخه له نړیوالې ټولنې سره د کار کولو پر اړتیا موافقه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر د کرونا ناروغۍ او معتادینو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «له بده مرغه په ټول هېواد کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون څه باندې درې نيم میلیونه وګړي په نشيي توکو روږد دي، له دې برخې یې شاوخوا سل زره کسان بې کوره دي. موږ د هېواد په کچه د معتادینو د درملنې نږدې شپېته فعال روغتونونه لرو، غواړو چې د معتادینو اړوند درملنې او روحي علاج ته ځانګړې پاملرنه وکړو او د اړوند روغتونونو شمېر لا زیات کړو.»