د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له خپل ایراني سیال ډاکټر عين الاهي سره ولیدل

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۶ - ۱۰:۵۱
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له خپل ایراني سیال ډاکټر عين الاهي سره ولیدل

په دې لیدنه کې چې په ایران کې د افغانستان لوی سفیر، ښاغلي مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون کړی و، په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په بامیان کې د زړه ناروغانو ۲۰۰ بستریز اختصاصي روغتون، په کابل کې د سرطان د درملنې اختصاصي مرکز،  په روغتیايي سکتور کې د روغتیايي پرسونل د روزنې، د افغان مهاجرو د روغتیا او د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې پر همکاریو بحث ترسره شو.

د ایران د روغتیا وزیر، عین الاهي په G5 غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي عباد او ورسره مل پلاوي ګډون څخه مننه وکړه او دوه اړخیزه همکاري یې اړینه وبلله.

هغه وویل چې د بامیان ۲۰۰ بستریز قلبي روغتون چارې تر ډېره بشپړې شوي او تجهیزات به یې هم ډېر زر ور ولېږل شي.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې وویل: اروپايي هېوادونو خپلو خلکو ته د سهولتونو د رامنځته کولو لپاره اروپايي اتحادیه رامنځته کړې چې وګړي یې  پرته له وېزې کولای شي سفر ترسره کړي، موږ هم باید په سیمه کې د موجوده او یو شان دیني، فرهنګي او ژبني ارزښتونو پر اساس د روغتیا په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته کړو.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي عباد د ایران هېواد د روغتیا وزیر ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS