د ملاریا نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري ونمانځل شو

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۵۸
د ملاریا نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري ونمانځل شو

د ملاریا نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري د “ملاریا محوه، د پانګونې، نوښتونو او کړنلارو پلې کولو له لارې” تر شعار لاندې ونمانځل شوه.

د ملاریا نړیواله ورځ د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده، د نړیوالو اړیکو رئیس، مولوي محمد داوود منصوري، د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر لوو داپینګ د نړیوال سازمان د پراختیا ادارې استازې او نورو مسئولینو په شتون کې ونمانځل شوه.

د عرضه خدماتو معین، ښاغلي مولوي حبیب الله اخندزاده یادې غونډې ته په وینا کې وویل، دغه ناروغي چې هر کال د مېلیونونو انسانانو ژوند ګواښي ټول دولتونه، نړیوال سازمانونه او نور ذیربط ارګانونه یې باید د کنټرول لپاره مبارزه وکړي.

ښاغلي معین همداراز زیاته کړه چې په ۲۰۲۲م کال کې په ټول هېواد کې ۱۲۵۷۸۸ پېښې راپور شوي دي چې د همدې کال په بهیر کې له دوه مېلیونو زیاتې ماشلومې په ټول هېواد کې وېشل شوې دي او همدارنګه له تېرو څلورو کلونو څخه په ټول هېواد کې د مړینې هېڅ کومه پېښه نده ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۱م کال کې ملاریا په نړۍ کې د ۶۱۹۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی او په دې کال کې د ملاریا شاوخوا ۲۴۷ میلیونه نوې پېښو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې دا ورځ هر کال په نړۍ کې د دوو مهمو دلایلو لپاره نمانځل کېږي، د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د بریالیتوبونه نمانځل او په ورته وخت کې د هغه مسئولیتونو په ګوته کول چې ټول یې باید د ملاریا د له منځه وړلو لپاره ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS