د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیا ولایت مخورو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۸:۳۶
moph

په دې لیدنه کې د یاد ولایت د روغتیايي خدمتونو، د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې، له روغتیايي خدمتونو د ولس د رضایت او خوښۍ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د پکتیا ولایت مشرانود خپلو سیمو روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او خوښي یې څرګنده کړه چې د تېر په پرتله ولسونه اوسمهال په پوره ډاډ سره کولای شي چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مشرانو سره شریکې کړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد  ټولو اوسېدونکو ته په نږدې او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS