د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر، ژاو شېنګ سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۰
MOPH

 په دې لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او  پولیو ناروغۍ د کنټرول او د دواړو هېوادونو تر منځ په غوره همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.

ښاغلي وزیر همداراز د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې تر څنګ د بیارغونې په برخه کې د چین هېواد همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې موږ په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ډېره زیاته بشري قوه لرو او اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.

 د افغانستان لپاره د چین هېواد سفیر، ژاو شېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او  په روغتیايي برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS