د عدلي طب رئیس د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۳:۲
MOPH

د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني سره شریک کړل.

په دې غونډه کې د عدلي طب رئیس د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه، ستونزې او د حل لارې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د یاد وزارت له رهبرۍ یې وغوښتل، چې د دغه ریاست ستونزو ته د حل په موخه رسېدنه ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو د اورېدو ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې د دغه ریاست د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS