داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ طبي ملزمه جات د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G02) شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۸/۰۶/۱۴۰۳نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستی خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.
ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۲۵۰۰۰۰ (دوه سوه پنځوس زره ) افغانۍ دی او د آفر د پرانیستلو غونډه د ۲۸/۰۶/۱۴۰۳نېټه، چهار شنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستی په خونه کې ترسره کېږي.