هلمند ولایت کې ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۵۱
MOPH

د هلمند عامې روغتیا ریاست له لوري د شپږ میاشتو موده کې راټول شوي ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.

د هلمند عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمر سردارمحمد قاصد د یادو توکو د سوځولو پر مهال وویل: چې دغه ۳۲ ټنه له وخت تېر خوراکي توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري د تېرو "۶" میاشتو موده کې د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلټنو پرمهال نیول شوي چې نن د ټاکل شوې کمېټې په شتون کې  وسوځول شول.

نوموړي له هټیوالو غوښتنه وکړه چې تر وخت تېر او بې کیفیته توکو له پیروپلور دې ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS