هلمند ولایت کې ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
د هلمند عامې روغتیا ریاست له لوري د شپږ میاشتو موده کې راټول شوي ۳۲ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
د هلمند عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمر سردارمحمد قاصد د یادو توکو د سوځولو پر مهال وویل: چې دغه ۳۲ ټنه له وخت تېر خوراکي توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري د تېرو "۶" میاشتو موده کې د لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلټنو پرمهال نیول شوي چې نن د ټاکل شوې کمېټې په شتون کې وسوځول شول.
نوموړي له هټیوالو غوښتنه وکړه چې تر وخت تېر او بې کیفیته توکو له پیروپلور دې ډډه وکړي.