د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۰:۳۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برطانیې له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: "د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د نورو برخو ترڅنګ سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخې کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې په همدې موخه یې په تېرو دریو کلونو کې د زرګونو روږدو ناروغانو درملنې سربېره د سرطان ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه یو ځانګړې مرکز هم پرانیستی؛ ترڅو په اسانۍ سره یې ستونزو ته رسېدنه ترسره شي".

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د نړیوالو روغتیايي ادارو همکاري اړینه وګڼله او د یاد هېواد له شارژدافیر څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.

 بل لور د برطانیې شارژدافیر په روغتیايي برخه کې د بشپړۍ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

په خوست، لغمان او بلخ ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري د روغتیایي قوانینو تطبیق او د خلکو روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۶ درملتونونه په خوست ولایت کې، ۲ درملتونونه. . .

BACK TO NEWS