د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ وربشګره سیمه کې، د ۵۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز پرانیستل شو
دغه روغتیایي مرکز چې د ماشوم ساتنې (SCI) نړیوالې مؤسسې په مالي همکارۍ د ټولو اړینو برخو په لرلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په کې به د مور او ماشوم روغتیايي پاملرنې سربېره ګڼ نور روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
دغه راز د شیرزادو ولسوالۍ په شنډي توت روغتیایي مرکز کې د یوې ولادت خونې او زیرمتون د جوړېدو چارې هم پیل شوې چې په نږدې وخت کې به پاې ته ورسېږي.